2/06/2012

پښتني خویونه اوعادات

پښتني خویونه اوعادات
پښتني خویونواوعاداتوکې ټول هغه خويونه،اخلاق اوغوره صفتونه راځي چې په ټولوپښتنوکې یې یوشان لمانځنه کیږي.اوپه لاندې ډول دي.
1.     پت اوعزت:
دپت اوعزت ساتنه،پالنه دپښتنوله ډیروِغوره خویونوڅخه ګڼل کیږي.
ځکه خوشحال خټک هغه ډیرغوره بولي اووایي.
سردی لاړشي مال دلاړشي پت دنه ځي
دانسان خوبي همه واړه په پت ده
اوعبدالحمیدمومندوایي:
پروت په وینوکې لت پت ښه یم په پت کې
نه دسروزروپه تخت باندې بې پته

2.     ریښتینولي اوصداقت:
ریښتینولي چې يوغوره انساني صفت اوخوی دی.نوپښتانه ریښتیاویل اوپه صداقت چلیدل دپښتونولۍ اساسي توکي ګڼي.
خوشحال خټک وايي:

چې دروغ له خولې اوباسی کله خوله ده
چې ریښتیا ترخولې اوباسي خوله هغه

3.     ننګ اوغیرت:
ننګ اوغیرت دواړه سره نږدې مفهومونه دي اودپښتنوغوره خویونه اوعادات دي.
4.     لوړهمت اوزړورتیا:
زړورتیااولوړهمت دوه سترپښتني خویونه دي.
لکه خوشحال خټک چې وايي:
که فلک ددزمري په خوله کې ورکړي
دزمري په خوله کې مه پریږده همت
زړورتیادپښتون اولس يوه غوره ځانګړنه ده.
5.     سخاوت اوښه ځواني:
سخاوت هم دپښتنوغوره صفت دی.
لکه رحمان بابا چې وايي.
مال دولت په سخاوت سره زیاتیږي
دکوهي اوبه چې اوباسې لا زیات شي
اویالکه خوشحال خټک چېس وایی:
چې ګټل خوړل بښل کا ځوان هغه
چې توره لري دتورې خان هغه
6.     وفااوژمنه:
حميدمومندوايي:
قول وبول په ژوندون نشي نورولای
ځکه ځان په قول وژني پښتانه
7.     انصاف اوعدالت:
انصاف اوعدالت له ډیروغوره انساني خویونوڅخه دي دپښتونولۍ په قانون کې لوړ ارزښت لري
8.     شرم اوحيا :ډپښتني خويونو په لړ کې شرم اوحیا ډیرلوړ ځای لري اودپښتونولۍ داصولو له مخې بې شرم اوبې حیاته پّ ټولنه کې په ډیره بده سترګه کتل کیږي.
هرڅوک چې ځان ته پښتون وايي اوله پورتنیو خويونو څخه پیروي  ونکړي پښتون نه بلل کیږي.



M sadeq nazari